تازه سرليکونه
د (ادبي ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
يو؛ يون
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 25, 2024
  0

لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


يو؛ يون 


له نفس څخه تر عقل پوري يا په بله معنى له مادې څخه تر معنى پوري.


 زه كلونه كلونه د خپل وجود په تيارو كي ورك وم. مابه هروخت ويل: زه، زه يم. زه د خپل ځان په دننه كي له يو عالم ستړيا و سره مخ وم. زما د وجود لږي برخي رڼا وې، نوري ټولي برخي له تيارو ډكي وې. زه به هره ورځ د خپل وجود په د ننه كي له سلګونو لېوانو، خپسكو او بلا كانو سره مخ كېدم. زه به هره ورځ د خپل تياره وجود په دننه كي يوې ستري كندي ته لوېدم او هره ورځ به مي د خپل وجود دا دروند پېټى له يوه ځايه بل ځاى ته وړى. په دې  ټكي نه پوهېدم، چي دا دروند پېټى له خپلو اوږو څرنګه ليري كړم، چي څو لحظې د سكون او ارام ساه واخلم.

 
يوه ورځ له كلي راووتم. د مخامخ غره په لور روان سوم. چا راته وويل: يوازي مځه. ونه وېرېږې. ورته ومي ويل: تالا زه نه يم پېژندلى. زما مخ ته څوك خلى هم نسي  غورځولاى. له ده څخه روان سوم. تر اوږده مزله وروسته غره ته راورسېدم. د غره په لمن كي روان يم. لاره اوږده وه. لمر هم ورو ورو د غره شاته ډوب سو. د ماښام تياره ولګې ده. د اسمان مخ ستورو ونيوى. شپې ورو ورو خپل مزل كاوه. چوپه چوپتيا خوره وه. نور نو زه د شپې په زړه كي وم. د شپې په زړه كي تياره تر ټولي شپې وهمونكي وي. د شپې په زړه كي يوازي كېدل، چوپه چوپتيا، له كلي او كورونو څخه ليري د پراخه دښتي او تاريك غره وېره وونكې غېږ، د لېوانو او پړانګانو تصور او زه. نور مي  وېره پر وجود خوره سوه. دا وخت مي د ارام او تكيې ځاى نه وو. له ناچارۍ مي يوه ستركاڼي ته ډډه ووهل. ورو ورو د كاڼي ترڅنګ و غځېدم. كله - كله به مي تر غوږونو ډول ډول وحشي ږغونه او انګولاوي راورسېدې. بيابه وركي سوې. خوب هم ډېر ظالم دى. د يو عالم ويري ترڅنګ ويده سوى وم. د شپې مي سترګي راروڼي كړې. يوڅوك مي پښو ته ولاړ وي. وايي: ويده سه! ويده سوم. په خوب كي يو څوك راته راسي. د يوه دروند بار پر اوږو ناست وي. راته وايي: نور زه، زه نه يم. زه هغه يم.كه ته هم ووايې چي زه، زه نه يم. بيابه ته هم د دغه دروند بار پر اوږو ناست يې. زه، همدغه د ځان دروند بار دى. زه نور همدغه د ځان دروند بار پر اوږو نه وړم. له خوبه راپاځېدم. نور پوسوى وم. له هغي ورځي مي له خپل وجود څخه د راوتلو كوښښ وكړ اوس زه په خپل تياره وجود كي نه يم. اوس زه د خپل همدې تياره وجود پر اوږو ناست يم اوس زه زه نه يم. زه هغه يم. اوس زه په دې معنې پوهېدلى يم. زه د هغه پر وړاندي ولاړيم او د ورځي په سلګونو واري تر هغه طواف  كوم اوس زه نه وېرېږم. اوس زما په مخ كي تيارې نسته او زه هروخت په رڼا كي روان يم او هر آن هغه وينم.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته