غزل
نور احمد قرانمل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د قیامي په غرور کي درته خم سم
ستا دمیني په سرور کي درته خم سم
د جهان درنګینو تجلې وي
د رڼاوو په هرنور کي درته خم سم
د فناه له درد او رمزه مستثنی یې
د تخلید په تذکر کي درته خم سم
توروې اوښکي د عسل غوندي لګیږي
د امید په تنوور کي درته خم سم
درته خم سم رحیم ربه درته خم سم
د غفران په شهور کي درته خم سم
د قران او د محمود په شفعې غواړم
قرآن مل په هر ضرور کي درته خم سم
www.taleemulislam.net