تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة يونس لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 9, 2023
  0

د سورة يونس لنډه پېژندنه

 

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

سورة يونس  د ترتيب په اعتبار ۱۰ سورة دئ، چي د هجرت څخه د مخه په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.


سورة يونس ۱۰۹ آيته او ۱۱ رکوع لري.


د دې سورة نوم د ۹۸ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: (فَلَوْلَا كَانَتْ قَرْيَةٌ ءَامَنَتْ فَنَفَعَهَآ إِيمَـٰنُهَآ إِلَّا قَوْمَ يُونُسَ لَمَّآ ءَامَنُوا۟ كَشَفْنَا عَنْهُمْ عَذَابَ ٱلْخِزْىِ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَمَتَّعْنَـٰهُمْ إِلَىٰ حِينٍۢ)


د دې سورة نوم د يوه نبي پر نوم مسمی دئ. سيدنا يونس (عليه السلام).

 

يونس بن متی (عليه السلام) ډېر کريم او معزز نبي وو، چي الله (عزوجل) د خپل قوم د هدايت له پاره را استولی وو، ده مبارک (عليه السلام) خپل قوم ته نصيحت وکئ، د خير و لاري ته ئې هدايتول، د قيامت د ورځي په باب ئې بيان ور ته کوئ، د اور او جهنم د عذابه څخه ئې بېرول، د جنت قصې ئې ورته کولې، په نيکو کارونو ئې امر کول او د يوه الله (جل جلا له) و عبادت ته ئې را بلل. خپل قوم ته ئې نصيحت وکئ ليکن يوه نفر لا ايمان نه راوړئ. خو بيا چي کله ئې د عذاب نښي وليدلې، نو ئې ايمان راوړي او د دوی څخه بيرته الهي عذاب وګرځېدی.


الله (رب العزة) د نينيوا Nineveh) ) د ښار و خلګو ته خپل استازی ور واستوی چي بت پرستي پرېږدئ.


په سورة يونس کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي


۱-  د ټولو کائيناتو او هر څه خالق يوازي الله (عزوجل) دئ.


۲-  مشرکين چي بغير د الله (سبحان و تعالی) څخه د نورو معبودانو عبادت کوي، هغه هيڅ واک او قدرت نه لري او حتی دغه بُتان په دې خبر لا نه دي چي موږ ته عبادت کيږي.


۳-  هر قوم او هر امت ته الله (تبارک و تعالی) رسول او نبي ور استولی دئ.


۴-  قرآن کريم د انسانانو د ستونزو او کړانو علاج دئ.


۵-  مشرکينو ته دا چلينج، چي د دې سورتونه په شان يو سورة را وړئ که تاسو پر حقه ياست.


۶-  د موسی (عليه السلام) قصه او د فرعون جسد د نمونې په ډول ساتل.


۷-  د سيدنا نوح (عليه السلام) قصه.


۸-  د عذاب د نښانو تر ښکاره کېدو وروسته د هيڅ قوم ايمان راوړل ګټه نه ده کړې بغير د حضرت يونس (عليه السلام) د قومه.


۹-  په زوره څوک اسلام ته نه سئ دعوتولای.


او نور... 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته