لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
زه سوالګروم
زه سوالګروم. څه مي نه لرل. زما لاسونه له سرو او سپينو خالي ول. يبلي پښې او وږى نس تر تاپوري راغلم له بې وسۍ مي سترګي لکه د کوم بدکاره ټيټي کړې. د مخ آب مي ستا په پښو کي توى کړ. ستا په وړاندي مي خپل تش لاسونه ونيول او و مي ويل: څه نه لرم. که را سره مرسته وکړې.
تا له ډېره کبره سترګي را پورته نه کړې. زما په سپېره مخ او زهير وجود دي سترګي و نه غړولې. ورو دي وويل: ورځه خداى ج دې درکړي. په دغه يوه جمله دي زه له ځانه رخصت کړم.
زه د ناهيلۍ په ډکو قدمونو روان سوم. ستاله ډک سترخانه مي تش لاسونه يو وړل. ما نور څه نه غوښتل او نه مي ستاله سرو او سپينو سره کار و. يوازي مي د هغو تش نسو له پاره وچه ګوله ډوډۍ غوښتل، چي زه يې د خپلي بې وسۍ له امله نسم مړولاى او د هغوى سترګي زما په لوري کږې دي.
زه تر خپلي جونګړي همداسي خالي لاس ورغلم. د خپلي بې وسۍ دېوال ته مي ډډه ووهل. څه وخت وروسته زه او ته دواړه په ابدي سفر روان سوو. زه له خپلي جونګړي روان سوم او ته له تاج محله. هلته زه او ته چا نه پېژندلو. چا راته په لوړه او کښته نه کتل. لاسونه مو له سرو او سپينو تش ورغلو. د هغه سلطان پر وړاندي و درېدو، چي د مرغلرو وېش يې کاوه او بيايې د ابد له پاره نه غوښتې. هلته ډېر تش لاسونه له مرغلرو ډک سول او تش لاسو له مرغلرو ډکي لپي يووړې.
څوک چي له دغه ځايه له خيرو ډک لاسونه تللي ول. د هغوى په لاسونو کي يوه ملغلره هم و نه لوېده. زما تش لاسونه هم ډک سول. هغه سلطان لپي لپي ملغلري زما لاسونو ته هم راتوى کړې او ته له هغه ميدانه تش لاسونه روان سوې.