لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
موسیقي په اسلام او ساینس کي
(۱۴)
د موسیقۍ د حُرمت په هکله (۳۸) مبارک حدیثونه
د موسیقۍ او د موسیقۍ د آلاتو د حرمت په هکله تر سلو زیات صحیح او ضعیف حدیثونه راغلي دي، په بخاری شریف، مسلم شریف، ابوداؤد شریف، ترمذی شریف، ابن ماجه، او داسي نورو د احادیثو په کتابونو کي، موږ صرف د نمونې په توګه (۳۸) مبارک حدیثونه دلته را نقل کړیدي.
۱: حدیث شریف: عن أبی موسی اشعری رضی الله عنه قال: قال رسول الله ﷺ لیکونن من امتی اقوام یستحلون الحر والحریر والخمر والمعازف. (رواه البخاری تعلیقا برقم ۵۵۹۰، ووصله الطبرانی والبیهقی و راجع السلسلة الصحیحة للالبانی ۹۱، و قد اقر بصحة هذا الحدیث اکابر اهل العلم منها الامام ابن حبان، و الاسماعیلی و ابن صلاح، و ابن حجر العسقلانی، و شیخ الاسلام ابن تیمیه، والطحاوی، و ابن القیم، والصنعانی وغیرهم کثیر، وقال الامام ابن القیم رح: ولم یصنع من قدح فی صحة هذا الحدیث شیئا کابن حزم نصرة لمذهبه الباطل فی اباحة الملاهی، وزعم انه منقطع، لان البخاری لم یصل سنده به. وقال العلامة ابن صلاح رح: ولا التفات الیه (ای ابن حزم) فی رده ذلک .. وأخطا فی ذلک من وجوه... والحدیث صحیح معروف الاتصال بشرط الصحیح. (غذاء الالباب فی شرح منظومة الاداب لامام السفارینی. قال ابن القیم: هذا حدیث صحیح (اغاثة اللهفان ج:۱، ص: ۲۶۱)
ژباړه: ډېر ژر به زماپه اُمت کي داسي کسان پیداشي چي زنا، د ورېښمو استعمال، شراب او باجه وهل به حلال وګڼي۔
ددې حدیث شریف څه تفصیل او څېړنه:
د(معازف) په لفظ باندي د ټولو د لغتو د علماء او پوهانو اتفاق دی، چي غزل ویلو ته ویل کيږي، امام قرطبی رحمة الله علیه وايي چي د عربی ژبي د لغاتو ماهره الجوهری وايي چي معازف د موسیقۍ و آلاتو ته وايي او همدارنګه (العازف) و غزل ویلو او د(عزف)څخه موخٍه د موسیقۍ آلات دي، چي ورڅخه ډول، طبله، رباب، سارنګی، پیانو، باجه او د موسیقۍ کمپیوټری آلات هم شامل دي او داسی نور.
د پورتني حديث شريف څخه داپه لاس راځي:
۱:(یستحلون) حلال ګرځول، چي په ښکاره ورڅخه دا مطلب دی چي په حقیقت کښي موسیقي حرامه ده او دا خلک به ورته حلال ووايي، او یا به ئې داسي اوري لکه چي حرامه نه وي.
۲: که موسیقي حرامه نه وای؛ نو د شرابو او زنا سره په حدیث شریف کي نه راتلل.
۳: که موږ و دې څلورو شیانو ته وګورو(زنا، ورېښم، شراب او موسیقي)، په یقینی ډول سره دا څلور شیان هم دُنیوي او هم اُخروي بدي پایلي لري؛ داځکه چي دا د شیطان د کړونو څخه دي او دا څلور سره حرام دي، چي هیڅ شک او شبه هم پکښي نشته.
۴: لکه څرنګه چي موسیقي د لویو ګناهونو سره په قطار کي بیان شوې او راغلې ده نو ددې څخه په ښکاره معلومیږي چي موسیقي هم حرامه ده او ګناه کبیره ده.
۵: ځیني خلک د خپلې بې علمۍ له کبله دا فکر کوي چي زنا، شراب او ورېښم لویه ګناه ده، خو موسیقي دومري ګناه نه ده او کېدای شي چي کوچنۍ ګناه به وي، چي په حقیقت کي دوی خطاوتلي دي او موسیقي هم یوه غټه ګناه ده دا ځکه چي د لویو ګناهونو په لړ کي راغلې ده.
۶: ډېر ژر ده چي زما د امت څخه به ځیني کسان شراب څیښي او نوم به ئې بېل وي، پر سرو باندي به ئې رقصونه او موسیقي وي، او الله جل جلاله به دا خلک په ځمکه کښي ننباسي او ځیني به بېزوګان او خنځیران کړي.
په حدیث شریف کي راځي چي پر سرو باندي به ئې رقصونه او موسیقي وي، چي ددې مطلب اوس و موږ ته ډېر روښانه دی او هغه داچي دا اوس ځوانان یواځی موسیقي اوري او دا د غوږو ګوشۍ ئې په غوږو کړی وي او یا ئې کله پر سر(هیډفون) وي، چي دا نو هغه حالت دی چي موسیقي او رقصونه ئې پر سر باندي دي.
علامه ابن القیم رحمة الله علیه وايي چي د اُمت مسلمه هغه کسان چي شکلونه ئې بدلیږي (مسخ کيږي) هغه د دوو شیانو له کبله دي:
لومړی، د شرابو د څښلو څخه او دوهم د موسیقۍ څخه. (اغاثة اللهفان من مسائیل الشیطان علامه ابن القیم، دارُالبیان ۱۹۹۳)
بله ارزښتناکه خبره داده چي په حدیث شریف کي راغلي دي، هغه داچي شراب به وي او نوم به ئې بېل وي چي اوس الکحل دي، او د الکحل د لړیو څخه دي، د څښاک په ځینو شیانو کي ۵٪سلنه الکحل وي او په ځینو کي بیا ډېر وي، چي د الکحل استعمال داُمت مسلمه د علماؤ په اتفاق سره حرام دی، نو شراب به په ډېرو نومونو سره استعمالیږي، او د حدیث مطابق نوم به ئې بېل وي خو په حقیقت کي به شراب وي، چي دا هرڅه ګناه کبیره(غټه ګناه ده) او هر ډول استعمال ئې حرام دی.
یادونه: (الکحل په اسلام او ساینس کي) په دریم ټوک کي وګورئ.
نور بیا...
www.taleemulislam.net