تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فېسبوک د استعمال اخلاق، اداب او احکام (۵) برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 22, 2024
  0

لیکوال: مفتي سید خالد بخاري 

ژباړن: مولوي محمد اکبر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د فېسبوک د استعمال اخلاق، اداب او احکام

( پنځمه برخه) 

پوسټ کول


په پوسټ کي د دې خبرو خیال وساتئ:


۱: نامناسب یا فحش خبره نه وي، دا خبره یاد لرئ چي فحش پوسټ کول فقط ستاسو ذاتي ګناه نه ده؛ بلکي په ټولنه کي د نورو خلګو ګناه هم ستاسو په غاړه ده چي بیا دالړۍ هيڅکله نه ختمیږي، ستاسو ترلاسه د وتلو وروسته خدای خبر څومره خلګ هغه شريک کي او کوم ځای ته ورسیږي الله جل جلاله دي نه کوي که چيري په دي وخت کي تاسو ته مرګ راسي نو د هغه پوسټ ګناه به تاسو ته په قبرکي هم در روانه وي.


۲: کله چي عکسونه پوسټوئ نو د نامحرمو ښځو  عکسونه هم مه پوسټوئ د ښځو څخه ځانګړی خواست دي چي هغوی دي هيکله هم خپل عکسونه نه شریکه وي څومره داسي پيښي مشهوره دي چي د ښځينوو پروفائل یا ټائم لائن عکسونو کي تبديل و تغيرکړي او غیراخلاقي شکل وصورت استعماليږي.


۳: عکس وي یا ليکنه وي د چا د زړه د ازار سبب نه وي یو څوک سپکول بد رد ورته ویل په بد نامه یادول ډېره غټه بد اخلاقي یا ګناه ده خو په اوسني وخت کي د خلګو سپکول یوه معمولي خبره سوي ده تر دې چي خلګو اوس دا چاره د پامه غورځولي ده دا ډېر خطر ناکه حالت دی ددې څخه مکمل پرهيز په کار دئ. 


۴: بېځایه الزام وبهتان لګول یوه معمولي ګنا نه ده بې څېړني د یو چا په اړه درواغ ویل د الله جل جلاله په دربار کي پوښتل کيږي ولو که دداسي چا په اړه ئې خبره کړې وي چي په ښکاره ګنا کار هم وي.


۵: که چيري تاسو کوم ديني یا معلوماتي د قران کريم د یوه آيت ترجمه یا دکوم حديث ترجمه پوسټوي نو لومړی په دې خبره ځان مطمئن کئ چي هغه معلومات مستند وي او حواله ولري که چیري تاسو پر هغه مطمئن نه یاست نو د یو داسي چاسره مشوره وکئ چي تر تاسو يې علم زیات وي. 


۶: د بل چا د پوسټ څخه د هغه نوم ليري کول يا د هغه د نامه د ليکلو پرته په داسي شکل پوسټول لکه ستاسو چي خپله پوسټ کوي ډېر ستر خیانت او دوکه ده ددې کار څخه ځان وساتئ .که چيري د یوې پاڼي یا کس سره تاسو ديني یا فکري اختلاف لرئ؛ مګر د هغه پوسټونه مو خوښيږي نو بیا هم تا د هغي پاڼي یا ادارې یاکس د نامه پرته هغه نسي پوسټولای، دا امانت دی، او ددیندارۍ خلاف دئ نن سبا خلګ په دې کښي ډېره کوتاهي کوي.


۷: ټولنيز جال او په ځانګړي توګه فېسبوک د خپل ځان د مشهوره کولو لپاره استعمالول يو رواج جوړ سوي دی د شریعت له نظره ناخوښه عمل نه دئ مګر د ډېر شهرت جنون مو داسي کار ته اړباسي چي عام خلګ یې نه کوي یعني د خپل ذات انفراديت قائمول او یو داسي څه کول چي بل څوک نسي کولای دا جذبه د معتدل حد پوري خو د زغم وړ ده مګر پر فېسبوک باندي چي د هغې کومي پایلي لیدل کیږي د دي جذيې دشدت او نقصاناتو په ښه توګه اندازه کیدای نسي. 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته