رالېږونکی: عزیز الله عزیزي
محفل ستا په ننداره دی ای د قام پېغلي سرتوري
دا چي ته ورته ګډېږې هم ددغه خلګو خوري
خلګ ستا په مشغولا دي ته مشغوله په ګډايې
ته د چا د کورغيرت يې ته د چا د کورحيايې
د عزت پروادي نسته ننګ ناموس نه بې پروايې
بله پېغله داسي مه شه لکه ته چي مبتلايې
شوې بې پته بې وطنه د غيرت ميدان دي بايلی
واړه قام دي شرمنده کړ د ناموس جهان دي بايلی
څومره بده دسیسه ده چي زينت د هر بازار سوې
د يو څو پيسو لپاره د هر چا د غاړي هار سوې
ای تور سري بد نصيبي دا په څه ګناه ازار شوې
د هابیل د زړه غندلی د قابل سرته تلوار شوې
هرسړی دي تماشه کړي ته په مينځ ميدان ګډېږې
د حيا ستر دي ورکړ نه ويرېږي نه شرمېږي
هر اندام دي بې پردې سو لوی واړه درته خنديږي
ستا د پت ټول خریدار دي چهارچاپیر در ګرځيږي
فاسقان او فاجران ټول په ګډا در سره سر شي
توف لعنت پر داسي ځوان شه خپلي خور ته بد نظر شي
دا منم يوازي نه يې بل يو څوک درسره مل دی
دغه ستا محافظ نه دی ستا و سر دولت ته چل دی
دا چي ستا نه قربانيږي دغه ستا د عزت غل دی
دا د شر لباس بدل کړه دا د شرم سنګار پرېږده
د بي بيانو په عادت سه ځان بي بي د زمانې کړه
چي جهان درته حيران سي روح بدل د معاشرې کړه
د عذاب نه ځان بهر کړه خدمتګاره د وطن سه
د اسرار نصيحت خپل کړه اسويلي دي د مسکن کړه