تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له حج وروسته به څه کوو؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 11, 2024
  0

لیکنه:  محمد نبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


له حج وروسته به څه کوو؟


مخکي تر دې چي پوښتني ته ځواب ورکړو: له حج وروسته به څه کوو؟ د يادوني ده، چي په تېرو ورځو کي حاجيانو د سپېڅلي کور په طواف کولو سره يو له سترو عبادتونو، يو له سترو قربانيو او د اسلام له پنځو رکنونو څخه يو يې په وياړ ترسره کړ او اوس خپلو وطنونو ته او خپلو کورنیو ته راستانه سوي، داچي دوی کورونو ته راستانه سوي ورڅخ څو غوښتني لرو: 


لومړی: اې د الله جل جلاله د مقدس کور حج کوونکو د الله تعالی شکر وباسئ په هغه څه چي تاسو ته یې درکړي دي او د هغه ستاینه وکړئ په هغه څه چي تاسو ئې خپل کور (کعبې) ته غوښتي واست او د هغو نعمتونو او نیکیو چي تاسو ته ئې درکړي،  الله جل جلاله فرمايي:

وَ مَا بِكُمْ مِنْ نِعْمَةٍ فَمِنَ اللَّهِ .النحل: ۵۳.


ژباړه: او د نعمتونو كوم څه چي ستاسو په برخه سوي؛ نو د الله له لوري دي. 


هو د حج كوم نعمت چي ستاسي په برخه سوی دا ستاسو د رب او حقيقي منعم له لوري دي، په وركړي كي ئې د بل چا اراده دخيله ونه ګڼئ. 


د انسان په اړه د الله پېرزويني دونده زياتي او له شمېره وتلي دي چي كه د هغوى د شمېرلو هڅه وكړئ هيڅكله به ئې شمېرنه بشپړه نه كړاى سئ؛ نو پر همدې اساس حج ته مو تګ خپله بیداري او لاسته ته راوړنه مه ګڼۍ؛ بلکي د الله جل جلاله یوه پېرزوینه يې وګڼئ او خوشحاله سی چي د خپل اطاعت او عبادت کولو توان ورکړئ.  


دوهم: د خپل رب په اړه غوره او ښه نظر او امید ولرئ او له هغه جل جلاله څخه د زياتو خيرونو، عبادتونو، نعمتونو، شکرونو او ... هيله ولرئ او د الله جل جلاله څخه د خپل حج، اطاعت په قبلولو، د تيرو ګناهونو او بدو اعمالو د له منځه وړلو هيله په کي ټينګه وکړئ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: 


وقال ﷺ : ” مَنْ حجَّ البيتَ فلم يرفث ولم يَفْسق ، رجعَ من ذنوبه كيومِ ولدته أمه ” متفق عليه .


ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چي حج وکړي او فحش یا بد عمل ونه کړي، د هغه ګناهونه به د هغې ورځي په څېر پاک سي لکه څنګه چي دی د موره زېږېدلی وو. 

 

درېیم: تاسي حج وکړ (د مقدسي مځکي او د خپل رب د کور د زیارت کولو ویاړ مو ترلاسه کړ) او په دې مبارکو عباداتو کي مو وخت پر وخت برخه واخیسته، اوس تاسو دلته یاست. او ستاسو حج او ستاسو عبادت بشپړ سوی، وروسته له دې چي تاسو د دې احساساتو په لیدلو او د دغو مناسکو په ترسره کولو سره، په خوندي توګه خپل دیار ته راستانه سوي یاست، د بدو اعمالو د بیرته راګرځیدو او ترسره کولو څخه محتاط اوسئ. تاسي په خپل ژوند کي یوه پاکه سپینه پاڼه پرانیستې ده او د حج څه وروسته مو پاکي جامې اغوستي دي، نو په حرامو اعمالو او الفاظو سره دا سپېڅلې صفحه مه توروی.

 

څلورم: د قبول سوی حج یوه نښه داده، چي حج کوونکی دنیاوي خواهشات پرېږدي او اخروي خواهشاتو ته مخه کړي، په نېک عمل پسي وروسته نورو نېکو عملونو ته مخه کړي.


د حاجي له پاره به څونده غوره وي چي له حج څخه وروسته خپل کور او وطن ته راستون سي، د ايمان لوړتيا ئې، د اخلاقو ښه والی ئې، د رحم، صداقت او صله رحمې غوره توب ئې، د تقوا او پرهېزګارۍ هسکه څوکه ئې د الله جل جلاله او د هغه د حق او د هغه د الهي ځانګړتياوو يادونه وکړي. 


څوک چي له حج وروسته له دغو ښکلو او سترو صفاتو سره راوګرځي، په حقيقت کي د حج له رازونو، عبرتونو او اغېزو څخه برخمن سوى دئ او باید د الله جل جلاله په ذکر او تسبېح لګیا و وسي، لکه څنګه چي الله جل جلاله فرمايي:  


فَسَبِّحۡ بِحَمۡدِ رَبِّكَ وَكُن مِّنَ ٱلسَّـٰجِدِينَ، وَٱعۡبُدۡ رَبَّكَ حَتَّىٰ يَأۡتِيَكَ ٱلۡيَقِينُ. (سورت الحجر: ۹۸- ۹۹ ایة) 


ژباړه:  نو د خپل رب له ستايني سره (په تسبيح) لگيا اوسه، او تر هغه د خپل رب عبادت كوه چي يقين (مرگ) درته راسي. 


پنځم: د خدای جل جلاله د فرض ادا کولو وروسته، چي خپل کور ته راستون سوې، د الله جل جلاله له قانون پرته بل قانون ته رجوع مه کوه، پرته له الله څخه بل چا ته سر مه ټيټوه، پرته له الله څخه يې د بل چا څخه مه غواړه، په طاعت او عبادت کي د الله جل جلاله مريې و اوسه او.... 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته