پلارجانه
شاعر:احسان الله ژمن /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
یوه شېبه مي دژوندون مه شۀ بې تاپلارجانه
خدای دي ژوندی اوروغ لره په دې دنیا پلارجانه
دا ژوندخوپه نړۍکي راته تا ښودلې
یې مي دژوند هره شېبه کي لکه ساه پلارجانه
دا ستا د مټو برکت دی چي دا څه یمه زه
سختۍ تا وړي دي چي نن زه یم هوسا پلارجانه
زما د وجود د هر یو درد غم به له تا سره وو
په درد شریک مي وي و درد ته مي دوا پلارجانه
هیڅ یو احسان به دي په ژوند کي ژمن پوره نه کړمه
اې!زما روزونکیه،او ښوونکیه،رهنما پلارجانه
www.taleemulislam.net