سورة الأعراف
لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
سورة الأعراف د مصحف د ترتيب په اعتبار ۷ سورة دئ، چي د هجرت څخه د مخه په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.
سورة الأعراف ۲۰۶ آيته او ۲۴ رکوع لري.
د دې سورة نوم د ۴۶ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: (وَبَيْنَهُمَا حِجَابٌۭ ۚ وَعَلَى ٱلْأَعْرَافِ رِجَالٌۭ يَعْرِفُونَ كُلًّۢا بِسِيمَىٰهُمْ ۚ وَنَادَوْا۟ أَصْحَـٰبَ ٱلْجَنَّةِ أَن سَلَـٰمٌ عَلَيْكُمْ ۚ لَمْ يَدْخُلُوهَا وَهُمْ يَطْمَعُونَ)
اعراف يعني د جنت او دوږخ تر منځ وېش (جلا کوونکی ځای) - هغه څوکه چي د جنت او دوږخ تر منځ سرحد او بارډر تشکيلوي.
په سورة الأَعرَافِ کي لاندي موضوعات راغلي دي:
۱- د مخلوق ابتداء او د اخرت ورځ؛
۲- وحدانيت (د الله تعالي يووالي)؛
۳- د شرک په وړاندي مبارزه او مجادله؛
۴- د الله (تبارک و تعالي) او د بني آدم تر منځ وعده او ميثاق؛
۵- د سابقه امت قصې او د هغو څخه عبرت: آدم عليه السلام، صالح عليه السلام، نوح عليه السلام، شعيب عليه السلام، لوط عليه السلام او موسی عليه السلام.
په سورة الاعراف کي د حضرت نوح عليه السلام، حضرت هود عليه السلام، حضرت شعيب علیه السلام او د حضرت موسی عليه السلام واقعات په تفصيل سره ذکر سوي دي.
www.taleemulislam.net