لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه
مختصر نبوي سیرت
(اوولسمه برخه)
د خندق غزا
o د پنځم هجري کال په شوال میاشت کي د خندق غزا شوه، چي د احزاب غزا په نوم هم یادیږي.
o د دې غزا سبب پر مدینه د یرغل له پاره د یهودانو له خوا د عربي کفارو د مختلفو ډلو او قبیلو هڅول او راټولول وو.
o په دې توګه د یهودانو په تحریک او هڅونې سره د کفارو لس زره کسیز لښکر پر مدینه د یرغل له پاره تیار شو، چي مشري یې د حرب زوی ابوسفیان (صخر) کوله.
o سلمان فارسي رضي الله عنه چي دا یې د ژوند لومړنۍ غزا وه، وړاندیز وکړ او مشوره یې دا وه چي د مدینې شاوخوا دې خندق (کنده) وکیندل شي، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې مشوره ومنله (خندق وکیندل شو).
o د نبي صلی الله علیه وسلم د لښکر شمېره دری زره تنه وه، چي د هرو لسو تنو له پاره یې یو مشر وټاکه او د اصحابو دې هرې لس کسیزې ډلي ته یې څلویښت ګزه مسافه وسپارله چي کنده یا خندق په کي وکیندي.
o د کفارو د یرغلګرو ډلو له رارسېدو مخکي د خندق کیندلو چاري بشپړي شوې، او کله چي کفار مدینې ته راورسیدل داسي خندق یې مخې ته کیندل شوی ولید چي مدینې ته د ننوتلو مخنیوی یې کاوه.
o د خندق د غزا پر مهال د نبي صلی الله علیه وسلم څو معجزې لیدل شوې، چي ځیني ئې دا دي:
- د کمو خوړو زیاتېدل،
- فقط په دریو ګوزارونو سره په خندق کي د راپورته شوي ستري پرښي ماتیدل،
- د فارس او روم د فتحي زیرۍ.
o په همدې وخت کي د بني قریظه یهودانو غدر وکړ او له نبي صلی الله علیه وسلم سره شوی تړون یې مات کړ، په دې سره د مسلمانانو ستونزي لا پسي ډېري شوې، ازموینه یې سخته شوه؛ ان تر دې چي له ډېرو مشکلاتو یې زړونه خولو ته راغلل.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل ربه د نصرت او آسانۍ دعاء وکړه، رب تعالی یې دعاء قبوله کړه او پر احزابو (کفري ډلو) یې داسي باد راووست چي سره تیت او پرک یې کړل او ملائکي یې راولېږلې چي د کفارو په زړونو کي یې وېره واچوله.
o وروسته له دې چي الله تعالی د کفارو دا لښکري په باد او رعب سره وویشلې؛ ټولي نامراده او نیمه خوا خپلو سیمو ته ستنې شوې او په دې سره د نبي صلی الله علیه وسلم په مدینه کي بېرته امن او امان حاکم شو.
د بني قُرَیْظَه غزا
o رسول الله صلی الله علیه وسلم چي څرنګه له احزاب یا خندق غزا وروسته خپل کور ته ستون شو، جبریل علیه السلام ورته راغی او د بني قریظه په خلاف یې د جګړې امر ورته وکړ.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله وسله واخستله، د باندې ووت او اصحابو رضي الله عنهم ته یې وفرمایل: «أَلاَ لَا يُصَلِّيَنَّ أَحَدٌ الْعَصْرَ إِلَّا فِي بَنِي قُرَيْظَةَ ». (متفق علیه): خبر اوسئ چي ټول دې د مازدیګر لمونځ بني قریظه ته ورسوي(بیړه دي وکړي).
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د بني قریظه پر لور وخوځید، هغوی یې کلابند کړل، دې محاصرې یهودان ډېر په تنګ کړل، بالآخره الله تعالی یې په زړونو کي وېره او رعب واچاوه او ټول رسول الله صلی الله علیه وسلم ته تسلیم شول.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ چي د بني قریظه ټول نارینه وسلوال چي څلور سوه تنه وو، وتړل شي، بیا یې سعد بن معاذ رضي الله عنه ته صلاحیت ورکړ چي د دې یهودانو په اړه پرېکړه وکړي.
د بني قریظه په اړه د سعد بن معاذ رضي الله عنه پرېکړه
o سعد بن معاذ رضي الله عنه چي مخکي د احزاب په غزا کي ټپي شوی و، پر خره سپور راوستل شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «جَعَلْتُ حُکْمَ بني قُریظة بِیدِکَ»: د بني قریظه په اړه د پرېکړې واک مي تا ته درکړی.
o سعد رضي الله عنه وویل: په دې اړه زما فیصله دا ده چي: وسلوال یې ووژل شي، ښځي او ماشومان یې اسیران شي، او مالونه یې د (غنیمت په حکم) سره وویشل شي.
o د دې پرېکړې په اوریدو سره رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لقد حکمتَ فیهم بِحُکمِ الله مِنْ فوق سبعِ سماواتٍ»: د دوی په اړه دي له اوو آسمانونو د پورته الله تعالی د حکم برابره فیصله وکړه.
o ورپسې رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکم او پرېکړي د تطبیق او تنفیذ حکم وکړ او همدا فیصله پلي شوه.
د سعد بن مُعَاذ رضي الله عنه وفات
o وروسته له دې چي سعد بن معاذ رضي الله عنه د بني قریظه په اړه د خپلې پرېکړي په پلي کيدو سره خوښ او ډاډه شو، ټپ یې په بد واوښت او وفات شو.
o سعد بن معاذ رضي الله عنه چي وفات شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«اهْتَزَّ عَرْشُ الرَّحْمَنِ لِمَوْتِ سَعْدِ بْنِ مُعَاذٍ». مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ. د سعد بن معاذ په مرګ د رحمان رب عرش ولړزېد.
o سعد بن معاذ رضي الله عنه چي په کفن شو او خلکو یې جنازه د قبر په لور واخستله، ملائکو یې هم د جنازې په وړلو کي برخه درلوده.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لقدْ هَبَطَ يَومَ مَاتَ سَعدُ بنُ مُعاذٍ سبعونَ ألفَ ملَكٍ إلى الأرضِ لم يهبِطوا قَبل ذلِكِ». رواه البزار باسناد جید. د سعد بن معاذ د وفات په ورځ اویا زره پرښتې ځمکي ته راکوزه شوي وې او هیڅکله په دومره زیاته شمېره کي نه دي راکوزه شوي.
o مسلمانان د سعد بن معاذ رضي الله عنه په وفات سخت غمجن شول، ان تر دې چي ابوبکر او عمر رضي الله عنهما هم ډېر ورباندي وژړل.
o عائشه رضي الله عنها وایي: مسلمانانو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم او دوو یارانو؛ ابوبکر او عمر رضي الله عنهما د وفات له غم وروسته د سعد بن معاذ رضي الله عنه د وفات خبر ډېر دروند او خواشینونکی و.
o الله تعالی د احزاب غزا یاد د تل له پاره ژوندی ساتلی، د احزاب مبارک سورت د نهم مبارک آیت له پیله یې په څو آیتونو کي د دې غزا یادونه کړې ده.
په خندق غزا کي د شاملو قبایلو تأدیبول
o رسول الله صلی الله علیه وسلم له احزاب غزا وروسته پرېکړه وکړه چي د مختلفو جهادي ډلو په استولو سره هغو قبایلو ته درس او سزا ورکړي چي د احزاب په غزا کي یې د مسلمانانو خلاف جګړه کي ونډه درلوده.
د بني لِحْیَان غزا
o د شپږم هجري کال په ربیع الاول میاشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم د بني لِحْیان غزا په نیت له مدینې ووت، پر نوموړي قبیله یې برید وکړ چي په پایله کي د دښمن جنګیالان ټول تیت و پرک؛ یوه خوا بله خوا وتښتېدل.
www.taleemulislam.net