تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اخیر پای سړی بډا سي پر ځای پرېوزي / غزل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 23, 2024
  0

حاجي غلام نبي سعید/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

غزل 

 

اخیر پای سړی بډا سي پر ځای پرېوزي 

ښاخ له وني څه جلا سي پر ځای پرېوزي 

 

ارزښت بایلی د نا اهلو په ولکه کي 

ډېر بې قدره بېنوا سي پر ځای پرېوزي 

 

بېلګه نه لري په غیږ کي د ګلونو 

سپېره وچ دښت وصحراسي پر ځای پرېوزي  

 

نه له نن سره قدم پر قدم تلای سي 

نه په تمه د سبا سي پر ځای پرېوزي 

 

د سینې و قپسچې ته پنا یوسي 

ورته تنګه دا دنیاسي پر ځای پرېوزي 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته