لیکنه: حشمت مجددي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
خپلواکي - لنډه کیسه
څررر سو، ځوان له اسه پر ځمکه ولوېد. ګولۍ يې د ولیو په منځ کي وخوړل، شاته يې وکتل تر شا لوی لښکر راروان و، خوله يې پر ځمکي په سپېرو خاورو ولګېده. څک څک وینه يې تر خولې تويدل. ځوان شاته وکتل، د سترګو په رپ کي يې نیزه هم په سینه کي وموښتل، پښتني غیرت يې سترګو ته ودرېد، په بېړه ولاړ سو، ګیڼه پښه د آس پر رکاب واړول او په خپل تیرکمان يې د دښمن د سر سړی وویشت او آس ته يې پښه ورکړه.
انګریزان د وطن تر سرحد راتیر سوي ول، د لاري زیاتي پوستې يې د ځانه سره وړي وې، ځینو پوستو ته يې اور ورته کړی و او د ځینو پوستو سړي يې په آسانو پوري تړلي کشول. دا واري بیا انګریز سور مخو ته درد ورغلی وو، د تېر واري د سختي ماتي غچ يې اخیست، ګرسره يې رحم نه پېژند د زانګو کوچنی يې هم واژه.
میرویس آس نور هم چابک کئ، د څنګ ملګري ته يې وویل: غازي! ته دي خپل ملګري شمال طرف ته رهي کړه او زه به جنوب لوري ته حرکت وکړم. میرویس د ښې خوا څخه تړلی توره د پوښ څخه راوکښل، د خپلو نورو ملګرو سره په انګریزي لښکرو د الله اکبر په نارو وهلو ورګډ سو.
توره يې واري ته برابره کړه، د یوه چاغ، سور، ببر برېتي او پنډ څټي سړي سر يې د تن پرې کئ، د څنګ پر ملګري يې ور ږغ کړه: ژره کوه!
نیزه دي په چابکي چلوه، وخت نه لرو، موږ باید په دې جګړه کي هم خپله ماته ومنو، شهیدان مو ګړی په ګړی ډيریږي، پښتنې غیرتي مېرمني هم ځای ځای جنګیږي.
میرویس، احمد ته:
وګوره، پښتنه پېغله د یوه ټپي درملنه کوي هغه بله غیرتي پېغله بیا په خوله کي څک څک اوبه ور اچوي. میرویس او احمد غازي په خبرو اخته دي چي ناڅاپي یو انګریز د شا له خوا د ملا په راسته بغل کي د نیزې واری پر وکئ. میرویس دوه ځایه لګېدلی وو، د دې سربیره يې توره شرنګېدل. د سور انګریز لښکر کرار کرار زیاتېدل، د دوی سره د تورو تر څنګ پخوانۍ اصلحې، نیزې، چړې، توپونه او نور جنګي وسایل هم ول.
میرویس له خولې ناړي تویدلې، د بدن ګرده وینه يې توی کړې وه، مخ یې لمر ته ژړه لمبه کول، دواړه لاسونه يې چلېدل. د توري شرنګ يې نور زور اخیست، درد ورغلی و، د پورته او لاندي زامو غاښونه يې چیچل، پر لښکرو يې ور ږغ کړه:
ناري تکبیر، الله اکبر په ویلو يې پر انګریزانو وروځغستل، د دې خوا د زلمو سره پښتنې پېغلي هم ملګري وې. انګریز وبېرېدل، د پښتنو دا جوش و خروش يې دمخه نه وو لیدلی، سوکه سوکه (کرار کرار) شاته روان سوه، میرویس په ټپي وجود ځان د سور انګریز په منځ کي ور واچوئ، همدا یوه ناره تر خولې راوتل؛ ناري تکبیر، الله اکبر الله اکبر.
د غازي لښکري د ښې خوا پر راغل او د میرویس دا د ګیڼ لوري، انګریز شرمېدونکي ماته وخوړه، میرویس د خپلواکي بیرغ د غونډۍ پر یوې څنډي ودراوه، د بیرغ سره سم دی هم را راولوېد.
www.taleemulislam.net