لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ورک سوي خلک
په يوه کلي کي يو سړى اوسېدى. د ده نيکونو زرګونه کلونه مخکي د ډبرو ژوند پرېښود او له غارونو را ووتل. دوى د زاړه ژوند فلسفه بدله کړه. ژوند يې له نوو رنګونو سره پيل کړ. د مځکي پر مخ يې کلي او کورونه اباد کړل. دې خلکو په نوي ژوند کي د ژوند زړه ارواح وساتله. د ډبرو او غارونو د وخت اخلاقي معيارونه يې د خاورو او خټو څخه جوړ کليو او کورونو ته راوړل. د رڼا لپاره يې زړې ډېوې په نوو بدلېدلې کړې خو د حيا جامې يې له تنه نه ختې. هره ورځ يې د ژوند تېرولو لپاره نوي نوي اخلاقي معيارونه تراشل خو د زړو معيارونو تله يې هم هغسي درنه ساتله. له غارونو را ووتل خو د غارونو د وخت بګړۍ يې له سرونو ليري نه کړې او نه يې د ډبرو د وخت جامې له تنه و ايستې. کتاب يې نه درلود خو له کتابه ليري ژوند يې نه کاوه... له دوى څخه پاته نسلونو هم تر ډېره وخته د خپلو نيکونو زړې کلاګاني هم هغسي له برمه ډکي و ساتلې. نوي لاري يې جوړي کړې خو د خپلو مېرمنو په سرونو يې پوړني هم هغسي خواره وساتل. د ښکار لپاره يې نوي غشي او ليندۍ جوړي کړې، خو د مړو حيوانانو غوښي خوړل يې نه خوښول. وروستيو نسلونو هم د خپلو نيکونو د پښو پلونه وران نه کړل او نه يې له هغوى سره اروايي تړون پرېښود.
زرګونه کلونه وروسته د دې خټين کليو په لمنو کي يو سړى اوسېده چي، د خپل خاورين کور د روښانه کولو لپاره يې يوه زړه ډېوه لرله. هره شپه به يې د کور تياره غولى په رنا کاوه. يوه شپه يې واورېدل. نوي ډېوې راغلي دي، تر زړو ښه رڼا لري. په همدغه شپه د نوي ډېوې په تلاښ روان سو. د يوې لويي دښتي پر پراخه سينه يې سفر پيل کړ. د زړې ډېوې رڼا ته يې ډېر مزل وکړ. څومره چي ليري کېده لاره تياره کېدله. د زړې ډېوې رڼا ورو ورو تيته سوه. نور يې رڼا تر ده پوري نه رسېده. د نوي ډېوې په وړانګو يې سترګي لګېدلې خو رڼا يې نه کول چي تر ده را ورسيږي. دى نور هم د نوي ډېوې په تلاښ مخ ته ولاړ. د نوي ډېوې وړانګي هم ورو ورو تيتي سوې او لږ وروسته ډېوه د ده له سترګو فناه سوه. دا وخت يې له ځان سره وويل:
کاشکي بيرته وګرځم. زموږ د کور د رڼا لپاره هم هغه زړه ډېوه ښه ده. د هغې په رڼا زموږ سترګي نه برې ښېدې او نه يې رڼا زموږ د کور تر غولي کمه وه. مخ يې را واړا وه د شا په لور را وګرځېده. تياره او ډارونکې شپه وه. دا وخت يې د لېوانو انګولاوي هم تر غوږونو رارسېدلې خو د زړې ډېوې رڼا يې و نه ليده او نه يې د کور لاره سهي کړه. کلونه تېر سول پېړۍ واوښتې لا تر کوره رانغى، په هم هغه تيارو کي د نوي ډېوې په تلاښ د تل لپاره له خپل کلي او کوره ليري ورک سو.
www.taleemulislam.net