رالېږونکی: قاري ذبيح الله ذهين له کابل څخه
خدای د حق ملګری دی
انسان تابع د احسان دي
اور او اوبه نه سره يوځای کيږي
اوښ چي لوي بار وړي خوراک ئې ځوز دی
بد مه کوه بد به نه وينې
پاک اوسه بې باک اوسه
پياز دې وي ، په نيازدې وي
چرسي زوی نه زوی ، تارياکي دوه په ايکي
تقدير په تدبير نه بدلېږي
جنګ په وسله ، ننګ په غله
ځان ساتلی ښه دی ، دښمن وژلی ښه دی
چي بد غواړي ، پر بدو به واوړي
چي په ډله کي دوست نه وي ، مه پکښي کښېنه
چي څوک دي ونه پوښتي مه ګډيږه
چي در ئې نه کړم ، ازار دي پر څه کړم ؟
چي ډب نه و ي ادب نه وي
خپله خوله هم کلا ده ، هم بلا
خدای چا ليدلی نه دی پر صنع اوقدرتو ئې پېژني