د ژوند نغمه
لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
موسيقي نه ده او نه هم د موسقۍ کومه اله ده، چي و يې ږغوو او خوند ځني واخلو.
غزل نه ده او نه هم کومه غزليزه سندره ده، چي موږ د څولحظو لپاره خوښ او ارام وساتي.
کوم ښکلی او ښايسته و جود نه د، چي په ليدو مو يې سترګي يخي سي او زړه پر و بايلواو نه هم کوم ښکلی آواز دی چي زموږ د زړه زنګ پورته کړي.
دغمونو او دردونو درياب دی، چي د ستونځو او ربړونو په زرګونو نهنګان پکښي ژوند کوي. په دغه ياغي او څپڅپانده سمندر کي زموږ د ژوند بېړۍ روانه ده. غواړي، چي تر کوم ارام ساحله ځان ورسوي.
هره لحظه يې د غرقېدلو وېره سته. څکه: د دې سمندر نهنګان ډېر قوي دي. کوم څه چي له حرکته لوېدلي وي ډېر ژر يې ډوبوي.
اې لار ويو! اې د همدې بېړۍ سپرو ملګرو! پام چي همدغه د ژوند بېړۍ له حرکته و نه لويږي. دهمت لاسونه و خوځوی همدغه بېړۍ ته حرکت ور کړی. پرلپسې حرکت. ترڅو تر يوه ارام ساحله ځان ورسوي او هلته د ژوند تر وروستۍ وداع پوري د سکون ساه واخلي.