تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت/ د مکې اوسېدونکي تسلیم شول (۲۹)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 28, 2024
  0
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
 ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه
 
مختصر نبوي سیرت
( نهه ویشتمه برخه) 
 
د مکې اوسېدونکي تسلیم شول
 
o همدلته وه چي عباس رضي الله عنه د مکي له سردار ابوسفیان او ورسره ملګرو؛ حکیم بن حِزام او بُدیل بن ورقاء سره مخامخ شو، خبري یې ورسره وکړې، بالآخره یې ابوسفیان په دې قانع کړ چي تسلیم شي او قریش پرېنږدي جګړه وکړي.
 
o ابو سفیان چي د نبي صلی الله علیه وسلم د لس زره کسیز لښکر عظمت ولید، پوه شو چي نور له نبي صلی الله علیه وسلم سره د مقابلې او جګړې توان نه لري، نو تسلیمۍ ته يې غاړه کيښوده.
 
o عباس رضي الله عنه د مکي د مشرکینو سردار ابوسفیان له ځان سره د نبي صلی الله علیه وسلم حضور ته وروست څو مکه ورته تسلیم کړي، ابوسفیان چي د نبي صـــلی الله علیه وسلم په حضور مشرف شو، نبي صلی الله علیه وسلم د اسلام بلنه ورکړه چي هغه هم ومنله او په اسلام مشرف شو.
 
o بیا نبي صلی الله علیه وسلم ابوسفیان ته وفرمایل: «مَن دخلَ دارَ أبي سفيانَ فَهوَ آمِنٌ، ومَن دخَل المسجِدَ" الحرامَ، "فهو آمِنٌ ومَن أغلقَ علَيهِ بابَهُ فَهوَ آمِنٌ».(رواه ابو داود): څوک چي د ابوسفیان کور ته ننوت هغه په امن دی، څوک چي مسجد حرام ته ننوت هغه په امن دی او چا چي د خپل کور دروازه ورپسې بنده کړه (کور کي د ننه پاتې شو) هغه هم په امن دئ.
 
o ورپسې ابوسفیان ستون شو او د مکې خلک یې راغونډ کړل، د نبي صلی الله علیه وسلم د راتګ نه یې خبر کړل او ورته وې ویل چي اوس تاسو د نبي صلی الله علیه وسلم د مقابلې وس نه لرئ، او څوک چي له خپل کوره ووت د هغه د سر خیر نه شته.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم د مکې په لور د خوځېدو امر وکړ، او اصحابو ته یې وفرمایل: «لَا تُقَاتِلُوا إِلَّا مَنْ قَاتَلَكُمْ، و نَهاهم عن قتل النساء والصبیان». یوازې له هغو سره جګړه کوئ چي درسره جنګېدل، او خپل اصحاب یې د ښځو او ماشومانو له وژلو منع کړل.
 
مکې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم ننوتل
 
o په دې توګه نبي صلی الله علیه وسلم د آتم هجري کال د رمضان په (۱۹)مه د جمعې په ورځ له خپل شین (شنه) دلګي سره د مکې له برنۍ خوا د کَدَاء له سیمي فاتحانه مکې ته داخل شو او په رښتیا چي دا یوه مشهوده ورځ وه.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم مکې ته د داخلېدو په مهال پر خپله قَصْواء نومي اوښه سپور و، او د خپل هغه عظیم رب په وړاندي یې د نهایت تواضع اظهار کاوه چي دا ستره فتح یې ورپه برخه کړې وه.
 
o د مکې د فتحي په دې تاریخي شېبو کي رسول الله صلی الله علیه وسلم چي پر اوښه سپور و په لوړ آواز د فتح مبارک سورت لوست، او د مکې خلکو له خپلو کورونو د دې سترې او بې مثاله فتحي او دې تاریخي پېښې ننداره کوله.
 
o بیا د نبي صلی الله علیه وسلم په امر د ده مبارک له پاره په خَیْف کي خیمه ووهل شوه او هملته یې په کي واړول، وروسته أم هانئ راغله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم خیمې ته د ورتګ اجازه یې وغوښتله، چي نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «مَرْحَباً یَا أمَّ هَانِئٍ». هرکله راشې ام هانی!
 
o بیا أم هانی نبي صلی الله علیه وسلم ته عرض وکړ وې ویل: یا رسول الله! ما له خپلو خپلوانو فلاني او فلاني ته پناه ورکړې ده! په ځواب کي نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «قَدْ أَجَرْنَا مَنْ أَجَرْتِ يَا أُمَّ هَانِئٍ». متفق علیه: أم هانی! موږ هم هغو ته پناه ورکوو، چي تا پناه ورکړې ده.
 
o ورپسې رسول الله صلی الله علیه وسلم روان شو، مهاجرین او انصار یې تکبیر (الله اکبر) او تهلیل (لا اله الا الله) ویونکي شاوخوا روان وو، څو مسجد حرام ته ورسېد.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم حجر اسود ته ورغلی او په خپلي لکڼي (همسا) سره یې هغه لمس کړه، بیا یې اوه ځله په داسي حال کي چي پر خپله اوښه سپور و، د بیت الله طواف وکړ، دغه مهال د بیت الله شاوخوا ۳۶۰ بتان ایښي وو.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم به چي هر بُت ته ورنژدې شو په خپله لکڼه به یې وواهه او فرمایل به یې: وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا(۱۷:۸۱)
 
ترجمه:او ووایه چي حق راغی او باطل له منځه لاړ، بې شکه چي باطل لوېدلی او له منځه تلونکی دئ.
 
 «قُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَمَا يُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَمَا يُعِيدُ». 
 
ترجمه: ووایه: حق راغی او باطل به نور نه سر پورته کړي او نه به یې لمانځنه وشي.
 
 رسول الله صلی الله علیه وسلم به چي هر بُت ته خپله نېزه یا لکڼه وروړله بُت به سر په تندي(پړمخي) راپرېوت.
 
o بُت به چي پرېوت اصحابو رضي الله عنهم به ټوټه کړ او په دې ترتیب د مکې شاوخوا پراته ټول ۳۶۰ بُتان دړي وړي شول.
 
o بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د کعبې شریفي خادم عثمان بن طلحه رضي الله عنه، چي د کعبې کلیاني ورسره وې، راوغوښت.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم امر ورته وکړ چي د کعبې دروازه خلاصه کړي، هغه چي دروازه خلاصه کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر رضي الله عنه ته امر وکړ چي په کعبه کي د ننه شته ټول انځورونه او تصویرونه ليري کړي، هغه فورا امر عملي کړ او ټول انځورونه یې ایسته وغورځول.
 
o ورپسې نبي صلی الله علیه وسلم کعبې ته ننوت، بلال بن رباح او اسامه بن زید رضي الله عنهما یې ورسره د ننه کړل، دروازه یې ورپسې بنده کړه او ښه ځنډ په کي پاتي شو.
 
o هغه مهال کعبې شپږ ستني درلودې، نبي صلی الله علیه وسلم داسي ځای ودرېد چي یوه ستني یې چپ اړخ ته، دوې ستني یې ښۍ خوا او دری ستني یې شا ته وې او دوه رکعته لمونځ یې ادا کړ.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم چي له کعبې شریفي راووت، د مکې خلکو ته یې چي هملته راغونډ شوي وو خطبه وویله، د الله تعالی حمد او ثناء یې وویله.
 
o بیا یې وفرمایل: «يَا مَعْشَرَ قُرَيْشٍ، مَا تَرَوْنَ أَنِّي فَاعِلٌ فِيكُمْ؟»؟ قریشو! څه فکر کوئ زه به څه درسره کوم؟ دوی ورته وویل: «خَيْرًا، أَخٌ كَرِيمٌ، وَابْنُ أَخٍ كَرِيمٍ». حتما به ښه راسره کوې، ته مو مهربان ورور او مهربان وراره یې!
 
o نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «أقول لکم کما قال یوسف لاخوته: لا تثریب علیکم الیوم، اذْهَبُوا فَأَنْتُمْ الطُّلَقَاءُ». زه به هغه خبره درته کوم چي یوسف علیه السلام یې وروڼو ته کړې وه: نن پر تاسو کومه ملامتیا نه شته، ورځئ تاسو آزاد یاست.
 
o بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسي حال کي چي د کعبې شریفي کلیاني یې په مبارک لاس کي وې په جومات کي کيناست، علي رضي الله عنه عرض وکړ:یا رسول الله! حاجیانو ته د اوبو او شربتو د ورکړي (سقایه) تر څنګ د کعبې د ساتني (حجابه) مسؤولیت هم موږ (بنو هاشم) ته راکړه!
 
o نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أیْنَ عُثمانُ بنُ طَلَحَةَ؟» عثمان بن طلحة چيرې دئ؟ هغه ورته راوبلل شو، نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «خُذُوهَا يَا بَنِي شَيْبَةَ (طلحة) خَالِدَةً تَالِدَةً لَا يَنْزِعُهَا مِنْكُمْ إِلَّا ظَالِمٌ». اې د بني شیبة یا بني طلحة کورنۍ! دا کلیاني د همېشه له پاره تاسو واخلئ، له ظالم پرته به یې هېڅوک نه درنه اخلي.
 
o وروسته چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فارغ شو د مکې خلک ورته راتلل او بیعت یې ورسره کاوه، په همدې مهال ابوبکر رضي الله عنه خپل پلار ابو قُحَافَه هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت ته حاضر کړ او هملته په اسلام مشرف شو.
 
o ورپسې د قریشو مېرمنو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت وکړ، په دې ترڅ کي رسول الله صلی الله علیه وسلم څو فتواوي صادري کړې:
 
- د شرابو د تحریم،
 
- مردارۍ خوړلو د تحریم،
 
- د خنزیر د تحریم،
 
- او د  بتانو د تحریم.
 
o د مکې فتحي د عربانو پر اذهانو او روحیاتو ژور اغیز درلود، دوی چي له پیله د مسلمانانو او مشرکو قریشو تر منځ د رواني جګړې پایلو ته منتظر وو، اوس له یوه ستر واقعیت سره مخ شول.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم چي پر مشرکو قریشو غالب او برلاسی شو، مکه یې فتح کړه، نو نور عربان ډلي - ډلي د الله تعالی دین ته تسلیم او په اسلام مشرف شول.
 
o نبي صلی الله علیه وسلم د مکې له فتحي وروسته (۱۹) ورځي په مکه کي پاته شو.
 
نور بیا... 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته