شاعر: احسان ربي اَنفال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د يارۍ مجال مو نسته ډېر توپير زموږ تر منځ دئ
ستا نړۍ اوله بولي زه وګړی د درېيمي
ستا ماڼۍ له مر مر جوړه زما کوډل هسته له خاورو
ستا لباس له ورېښم جوړ دئ زما لباس جوړ له کرباسه
ته سهار د کليسا د جرس کړنګ اورې پاڅېږې
زه کښېنم د بلالي ډالۍ په شرنګ له خواږه خوبه
ستا تهذيب په منوژوب کي، تمدن دي بې پرتوګه
زه تهذيب حجاب کي ګورم لټوم د حياء څلی
ستا کلتور بربنډي لېچي، سر دي لڅ او لباس نيم وي
زما د ژوند لار ټوله سَتَر، زما کلتور د سر ټکری دئ
ستا په فکر چي څوک لڅ ګرځي بربنډ هغه خپلواک دئ
زما په فکر چي څوک لڅ ګرځي بربنډ هغه حيوان دئ
ته زړه فلسفه بولې د قرآن پاک آيتونه
خو هغه زما هدف زما د ټوله ژوند آئين دئ